خوست ولايت کې د نجونولپاره درو ښوونځيو او يوه عصري دولتي ميلمستون ته د څوارلس ميليونو افغانيو په لګښت نوې جوړې شوې ودانۍ پرانستل شوې
په همدې اړه د جوړو مراسمو پرمهال خوست والي اسلاجمال وويل تر دې مهاله دوى په دغه ولايت كې داسې كوم ځاى نه درلود چې راغلو ميلمانو ته يې پكې ځاى وركړى وى। د نوموړي په خبره د دې ودانۍ په جوړولو سره به يې دغه ستونزه ترډېره بريده راكمه شي، ځكه چې له دې سره يې د يوې بلې ودانۍ په جوړول هم پيل كړى او چارې به يې په نږدې راتلونكې كې بشپړې شي।د خوست ښاروال انجينر سخي ميرالله اميري هم د پرانستتۍ پرمهال وويل چې دا وداني اته خونې او دوه پوړه لري چې په جوړيدو يې د ولايت مقام له خوا نږدې اووه ميليونه افغانۍ لګښت شوى دى।د يوبل خبر له مخې د خوست ولايت د تڼيو ولسوالۍ د للمۍ، د مركز اړوند د نوروزيو او همداډول د نادرشاه کوټ په سيمو كې د نجونولپاره د درو لومړنيو ښوونځيو ودانۍ جوړې او د يولړ مراسمو پرمهال يې پرانستنې وشوې.د خوست د پوهنې رياست مرستيال محمداكبر تڼي وويل، چې هره نوې جوه شوې وداني، دوولس خونې لري اوپه هره يوه يې شپږڅلويښت زره امريکايي ډالر لګول شوي، چې د ده په خبره د يونسېف له خوا ورکړل شوي دي. د خوست د پوهنې رياست مسوولين وايي چې دمګړۍ د خوست په بېلابېلو سيموكې پردوويشتو نور ودانيو هم د جوړونې چارې روانې دي
Geen opmerkingen:
Een reactie posten