15 mei 2008

د افغانستان په ختیځ کې دوه پولیس افسران وژل شوي دي






د افغانستان په ختیځ کې د پولیسو په یو موټر د سرک غاړی په بمي چاودنه کې دوه پولیس افسران وژل شوي دي






د چهارشنبې ورځی دا چاودنه هغه مهال د خوست ولایت بهر وشوه چې کله پوځي افسران د خپلو کارونو په لور روان وو.
امریکا وایې چې طالب وسله وال د پاکستان قبائیلي سیمه ځانته یو محفوظ ځای گرځولې او د هغه ځایه پر افغان او پاکستاني حاکمیت لاندی سیمو کې خپل بریدونه کوي.
بلخوا، د امریکا یولوړ پوړي مامور وایې چې ایران د افغانستان په سیاست کې لاسوهنه کوي او د وسله والو طالبانو سره مرسته هم کوي.

د امریکا د خارجه وزارت مرستیال ریچرډ بوچر په پاریس کې تردی دمخه چې د افغانستان په اړه د مرستندویانو کنفرانس جوړ شي
خبریالانو ته وویل چې ایران په څو ځله د طالب وسله والو سره د وسلو په ورکړه کې مرسته کړې.
تهران غواړي چې افغانستان یو کمزورې او بی ثباته هیواد وي او ځنو سیاسي حالاتو کې د افغانستان دننه مالي مرستې رسوي او
ځنی وخت محلي چارواکي د مرکزي حکومت خلاف هڅوي چې دا هیواد د پخو ولویږي





Posted By:Feroz Nikzad

پکتیا کی د ناتو یو عسکر وژل سوی دی

د افغانستان په ختیځ کی د پکتیا په ولایت کی د ناتو یو عسکر د نظامي عملیاتو په وخت کی وژل سوی دی ناتو دهغه په باب څه نه دي ویلي چی د کوم ملک و . له بلي خوا د امریکا په مشري ائتلافي قواوي وایی چی پرون د پنجشنبې په ورځ د هلمند د ولایت د گرمسیر په ولسوالي کی څو تنه یاغیان وژل شوي دي .
ائتلافي قواو په یوه بیانیه کی ویلي دي چی ددوی پر عسکرو هغه وخت حمله وشوه چی د وسلو په قاچاقبرانو باندی یې حمله کوله . عسکرو د توپکو په ډزو جواب ورکړ او جنگي الوتکي یې وروغښتې . هغوی وسلې او مهمات هم ونیول له بلي خوا د پنجشنبې په ورځ ناوخته نا پیژندل شوو وسله والو کسانو د ننگرهار په ولایت کی د افعانستان د پارلمان د یوه وکیل حضرت علي په کور باندی حمله وکړه او د هغه پلار یې وواژه او د هغه د کورنۍ اووه غړي یې چی ښځي او ماشومان هم په کی شامل وو ، وتښتول

Posted By: Feroz Nikzad





12 mei 2008

پکتيکا کې يو امريکايى سرتېرى وژل شوى




بل خوا د پکتيکا په ولايت کې يو امريکايىى سرتېرى وژل شوى دى
د نړيوالو ځواکونو يوه وياند ويلي سرتېرى يې د خوست او کردېز ترمنځ د ښواک په ولسوالۍ کې له وسله والو طالبانو سره په جگړه کې وژل شوى، خو وسله وال طالبان بيادلته نړيوالو ځواکونو ته تر دې د ډېرې مرگ ژوبلې د اوښتو دعوا کوي


By: Feroz Nikzad

په کونړاو نورستان کې وسله وال وژل شوي




د افغانستان په ختيځ کې د تازه تاوتريخوالي له امله يو امريکايى سرتېرى وژل شوى او ترلسو ډېرو وسله والو طالبانو ته مرگ ژوبله اوښتې ده


دغه نښتې تېره شپه شوې دي
د نړيوالو ځواکونو يو تن وياند جگړن نېک سټرين برگ وايي د نورستان په کامدېش ولسوالۍ کې يې دوه او د کونړ په ماڼوگي او څوکۍ ولسواليو کې يې تر لسو ډېر وسله وال پر دوى له بريده وروسته وژلي او ټپيان کړي دي
د ايتلاف ځواکونو پر وينا، د نورستان په کامدېش ولسوالۍ کې يې دوه وسله وال وژلي او تر اتو ډېر نور ډېر يې بيا د څوکۍ او ماڼوگي په ولسواليو کې وژلي او ټپيان کړي دي
خو وسله والو طالبانو بيا په دغو درې سرو ولسواليو کې د خپلو درې کاسنو د ټپي کېدو خبره مني، خو د ماڼوگي ولسوالۍ په کنډه گل او د څوکۍ په ديوه گل کې بهرنيو ځواکونو ته د مرگ ژوبلې اوښتو خبره کوي
د کونړ ولايت د څوکۍ ولسوال شاه محمود شهيد وايي په دغو نښتو کې يوه ښځه او يو کوچنى ماشوم هم وژل شوي دي
دا څوومه ورځ ده چې په کونړ کې نړيوال ځواکونه او وسله وال طالبان يو بل ته د سر د زيان د اوښتو ادعاوې کوي
کونړ او نورستان د افغانستان په ختيځ کې له هغو نارامو ولايتونو څخه دي چې هر وخت ترېنه د جنگ جگړې خبرونه راځي


By: Feroz Nikzad

د خوست په صبريو کې دوه کسانو وژل شوي



د خوست په صبريو کې دوه کسانو وژل شوي
د يوه بل خبر له مخې د ختيځ خوست ولايت د صبريو ولسوال وايي ايتلافي ځواکونو په صبريو ولسوالۍ کې دوه کسان وژلي او شو شمېر نور يې ټپيان کړي دي .
افغا ن سيمه ييز چارواکي وايي دغو کسانو له وسله والو طالبانو سره مرستې کولې .
خو د صبريو ولسوالۍ ځينو ځايي خلکو بي بي سي ته وويل چې وژل شوي بې وسلې وو


By Feroz Nikzad .