27 mrt 2008

په خوست کې يو ښونځى سوځول شوى دى



دافغانستان د خوست په ولايت کې يو ښونځى چې د ولايتي بيارغاونې ډلې په مالي مرسته جوړ شوى وو تيره شپه په بمونو الوزول شوى او ويجاړ شوى دى .



دا لومړنى ښونځى دى چې د نوي لمريز کال له پيل وروسته ددولت د وسله والو مخالفينو له خوا له منځه وړل کيږي .
چارواکي وايي چې ددې ښونځي ډيره برخه دوه زورو چاودنو ويجاړه کړې ده .
ددې ښونځيو له له منځه وړلو سره په سيمه کې د پوهنې پڅ بهير نور هم له ستونزو سره مخامخ کيږي .
سيمه ييز چارواکي او عام وگړي له دغې پيښې وروسته د ښونځيو د امنيت په اړه انديښمن شوي دي .
د ښونځيو د سوځولو لړۍ ددرې کلونو راهيسې د افغانستان په سوېل کې چې ډيرى اوسيدونکي يې دطالبانو په وړاندې دجگړې قربانيان پاتې شوي دي روانه ده.
دښونځيو د ښونکو ، زده کونکو او د پوهنې د کارکونکو گواښل ددې لامل وگرځيدل چې زيات شمير تنکي ځوانان او پيغلې ونشې کړى چې ښونځيو ته ولاړې شي .
د افغانستان د پوهنې وزير حنيف اتمر وايي د حل لاره د ناټو د ځواکونو ډيريدل نه دى بلکه د ده په وينا د افغانستان د امنيت چاره بايد افغاني شى.
خو سم لاسي د ښونځيو د ساتلو او له سوځولو او ويجاړولو څخه د خوندي پاتې کيدو لپاره د پوهنې وزارت يوازې پر سيمه ييزو جرگه گيو بسنه کړې ده چې د ښاغلي اتمر په وينا هر ښونځى يې لري .
خو دډيرو خلکو په وينا د امنيتي کسانو له مرستې پرته د ښونځيو د ساتلو بهير نابشپړ پاتې کيږي .
دخوست په ولايت کې د تيرې شپې پيښې وښودله چې حالات سم نه دي او ښونځي لا هم د سوځولو ، ويجاړولو او له منځه وړلو له گواښ سره مخامخ دي .
د صبريو په ولسوالۍ کې دغه منځني ښونځي ته ودانۍ نوې جوړه شوې وه خو په سيمه ييزه کچه دغه ولسوالۍ د ناکراره هغو په ډله کي راځي .
چارواکي وايي چې تيره شپه په دې ښونځي کې دوه چاودنې وشوې او سيمه ييزو خلکو بي بي سي ته وويل چې د ښونځي دوه ساتونکي بريدکونکو له ځانه سره د يرغمل په توگه وړي دي .
خو تر اوسه ددغې پيښې پړه چا په غاړه نه ده اخيستې خو طالبانو له دې وړاندې گواښ کړى وو چې هر ډول پروژې چې ددوى له اجازې پرته په سيمه کې پلې شي دوى به مخه ونيسي .
د خوست په ولايت کې د ښونځيو د رغاونې يو پلان د پوهنې د وزارت له خوا ددې کال په اوږدو کې پلى کيږي.خو د بيارغاونې هر ډول پروژو لپاره امنيت ته ډيره اړتيا ده.


By:Feroz Nikzad

Geen opmerkingen: