1 mrt 2008

شهزاده هېري په هلمندکې له طالبانوسره په جگړه کې



شهزاده هېري په هلمندکې له طالبانوسره په جگړه کې

کلن شهزاده هېري له تېرو لسو اوونيو راهيسې د افغانستان په سويل هلمند ولايت کې د طالبانو پر وړاندې جگړه کوله23
هغه په افغانستان کې دى، خو د امنيتي ستونزو له امله يې د اوسېدو د اصلي ځاى ځايگي په اړه کره معلومات نشته . د ه خپل ډېر وخت د برتانيا په هغې پوځي اډه کې تېراوه چې د امنيت له اړخه تر ډېره بريده خوندي وه، که څه هم دمگړۍ
اډه کې تېراوه چې د امنيت له اړخه تر ډېره بريده خوندي وه، که څه هم دمگړۍ هغه په افغانستان کې دى، خو د امنيتي
ستونزو له امله يې د اوسېدو د اصلي ځاى ځايگي په اړه کره معلومات نشته .
د يادولو وړ ده چې، دى وروسته له هغه افغانستان ته راغى چې په عراق کې د زياتو امنيتي ستونزو له امله له تلو منع شو .
په دې اړه د برتانيا دفاع وزارت او لومړي وزير خپل غبرگونونه هم څرگند کړي دي .
دفاع وزارت په خپل غبرگون کې ويلي دي چې په افغانستان کې د شهزاده هېري د شتون خبر چې ددوى له مشورو پرته بهرنيو خبري سرچينو خپور کړ، دوى يې خپه کړي دي او دا يې له هغو پرېکړ و سرغړاوى بللى چې دوى يو له بل سره ددې خبر په پټولو کې کړې وې .
خو لومړي وزير گورډن براون په خپل لومړي غبرگون کې د پرنس هېري ماموريت برتانيايي ولس ته يو سمبول بللى او ويلي يې دي چې برتانيا د دا ډول سرتېرو په لرلو وياړي .
هغه همدا ډول د شهزاده هېري او د افغانستان په گډون په نورو هېوادونو کې د خپلو سرتېرو له خدمتونو نه هم مننه کړې ده .
هېري دلته له طالبانو سره په جگړه کې په لومړۍ کرښه کې د برتانيا د نورو سرتېرو په څېر برخه اخيستې ده .
ده په خپل ماموريت کې د هوايي ترافيکو د همغاړي کولو ترڅنگ هغو جنگي الوتکو ته هم لارښوونه کوله چې د ځمکنيو ځواکونو ملاتړ يې کاوۀ .
د راپورونو له مخې دى به کله ناکله د پلې گزمې لپاره له کمپه بهر هم ووت او په دې خوښ و چې په خپله دنده کې ډېر فعال دى .
پرېنس هېري تل دا هيله لرله چې د يو عادي سرتېري په څېر خدمت وکړي، هغه له خپلې پوځي دندې خوښي ښووله .
٢٣ کلن شهزاده هېري چې د شهزاده چالز او ملکې ډيانا زوى دى، له تېرو لسو اوونيو راهيسې د افغانستان په سويل هلمند ولايت کې د طالبانو پر وړاندې جگړه کې په لومړۍ کرښه کې پروت دى .
د برتانيا د سلطنتي کورنۍ دا درېيم غړى دى چې له هېواده بهر پوځي دنده ترسره کوي .


By : Farhan Nikzad

Geen opmerkingen: